نن دوشنبې د طالبانو تر ولکې لاندې د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د شعبان المعظم میاشتې له یوویشتمې نېټې، چې د سلواغې میاشتې له شلمې سره برابره ده د هېواد په ټولو ګمرکونو کې له پاکستان څخه د درملو واردولو اجازه نه ورکول کېږي. د یاد وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر په یو غږیز کلیپ کې ویلي، د درملو په ګډون به له قاچاقي لارو د هر ډول توکو په واردولو کلک څار تر سره او عاملینو سره به یې قانوني چلند وشي. مالیې وزارت یو ځل بیا د درملو او نورو اړتیا وړ توکو پر واردوونکو غږ کړی، چې د پاکستان پر ځای دې نورې بدیلې لارې ولټوي او دوی په دې برخه کې سوداګرو ته د هر ډول اسانتیاوو په برابرولو کار کوي. وروسته له هغې چې پاکستان خپله سوداګري له افغانستان سره بنده کړه، اسلامي امارت یې د بدیلو لارو په موندلو کار پیل کړ، څو پر پاکستان د افغانستان سوداګریزه تکیه راکمه او د داسې ګاونډي له احتیاجه د تل لپاره ځان وژغوري، چې سوداګري یې د فشار وسیله ګرځولې ده. خو د طالبانو له دغې پرېکړې سره سم په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر هېوادوال او درمل پلورونکي شکایت کوي، چې د تېرو درې اوونیو په ترڅ کې د درملو بیې په څرګند ډول لوړې شوي دي.



