یکشنبه, جولای 26, 2026
یکشنبه, جولای 26, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ده ازادۍ جبهه وایي چې د کابل–بدخشان پر لار یې د طالبانو پر کاروان ناڅاپی برید کړی

د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي، د دوی جنګیالیو د شنبې په ماښام، د ۱۴۰۵ کال د اسد په ۳مه، د طالبانو هغه پوځي کاروان چې له کابل څخه د بدخشان ولایت پر لور روان و، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند د کابل–بدخشان پر لویه لار د راکټي برید هدف ګرځولی دی. د ازادۍ جبهې د معلوماتو له مخې، دغه کاروان د مرستندویه ځواکونو او پوځي تجهیزاتو لېږد کاوه. جبهه ادعا کوي چې د کاروان له کابل څخه د خوځښت له پیله د دوی چریکي ځواکونو څارنه کوله او عملیات یې په شمالي سالنګ کې د مخکې له مخکې پلان شوي کمین په ترڅ کې ترسره کړل. د جبهې په وینا، په دې برید کې اووه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. جبهه همدارنګه ادعا کوي چې د کاروان یو شمېر پوځي وسایط او تجهیزات هم زیانمن شوي دي. د افغانستان د ازادۍ جبهه زیاتوي چې د عملیاتو ټولو ګډونوالو جنګیالیو، پرته له کوم زیان او مرګ‌ژوبلې، سیمه پرېښې او خپلو خوندي ځایونو ته ستانه شوي دي.

- Advertisment -spot_img