د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ نړیوالې شل اووریزې سیالۍ د تېرې شنبې په ورځ د ۲۰ لوبډلو په ګډون سره پيل شوې. د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا دا ځل نړیوال جام ته ۱۳،۵ میلیونه ډالر په نظر کې نيول شي، چې ګټونکې لوبډلې ته به درې میلیونه ډالره جایزه ورکړل شي. د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي، چې دا ځل نړیوال جام ته ۱۳،۵ میلیونه ډالر په نظر کې نيول شي. په داسې حال کې چې تېر نړیوال جام کې ۱۱،۲۵ میلیونه ډالر په نظر کې نیول شوي وو. له دې سره ګټونکې لوبډلې ته به درې میلیونه ډالر جایزه ورکړل شي. د نړیوال جام پایلوبې ته رسېدونکې لوبډلې ته به ۱،۶ میلیونه ډالره ورکړل شي او نیمه پایلوبې ته رسېدونکې لوبډلې به ۹ لکه ډالر ورکړل شي. هند، پاکستان، نیوزیلنډ، انګلستان، سریلانکا، سکاټلنډ او ویسټ انډیز هغه لوبډلې دي، چې تراوسه یې دغه جام په بریا سره پیل کړی دی. باید وویل شي، چې افغانستان هم دغه نړیوال جام کې ګډون کړی، خو په ډېرې خواشينۍ سره يې خپله لومړنۍ لوبه د نیوزیلنډ پر وړاندې وبایلله. افغانستان په D ګروپ کې له کاناډا، نیوزیلنډ، سویليافریقا او متحده عربي اماراتو سره لوبې لري. د ځینو کرېکټ پوهانو په اند افغان لوبډله دا ځل سخت ګروپ کې ده او بل پړاو ته د رسېدو لپاره هرومرو باید خپله لومړۍ یا دویمه لوبه وګټي.



