چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو له لوري د نوریې په نیونه د رحمت الله نبیل تند غبرګون

د افغانستان ملي امنیت پخواني رئیس، رحمت الله نبیل، په خپل تازه بیان کې د طالبانو په منطق او د دین په اړه د هغوی پر تفسیر نیوکه کړې. ​ نبیل په ډاګه کړې، چې طالبانو په تېرو کلونو کې د جګړې او “انسان وژنې” لپاره ځانته دا حق ورکړی و، چې د ښځو کالي واغوندي. ​هغه د یوې افغان نجلۍ مثال ورکړی، چې یوازې د خپلې کورنۍ د “ژوندي ساتلو” او نفقې ګټلو لپاره مجبوره شوې، چې د نارینه کالي واغوندي. ​نوموړي ویلي چې یو لوری (طالبان) د ژوند اخیستلو لپاره دا کار کوي، خو بل لوری (نجلۍ) د ژوند د ساتلو لپاره. ​نبیل ویلي، چې د طالبانو په منطق کې د هغوی عمل (قتل لپاره د کالیو بدلول) “روا” ګڼل کېږي، خو د یوې نجلۍ اړتیا “ناروا”. ‏د دین د تفسیر توپیر ته وګورئ: طالبان ځانته دا حق ورکاوه، چې د ښځو کالي واغوندي او انسانان ووژني؛ خو یوه نجلۍ، یوازې د خپلې کورنۍ د ژوندي ساتلو لپاره، اړ کېږي، چې د نارینه کالي واغوندي. یو د ژوند د اخیستلو لپاره، بل د ژوند د ساتلو لپاره؛ د هغوی په منطق کې، هغه روا وګڼل شو او دا ناروا. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول، چې طالبانو یوه افغانه نجلۍ په دې تور نیولې، چې د هلکانو کالي یې اغوستي وو، ویل کېږي دغه نجلۍ د خپلې بېوزله کورنۍ د سرپرستۍ او هغوی ته د نفقې برابرولو په موخه مجبوره شوې وه، چې د نارینه وو په لباس کې بهر کار وکړي. د دغې نجلۍ نیول کېدو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه پارولي او ډېری خلکو دا د اوسني نظام له لوري پر ښځو د سختو محدودیتونو او د هغوی د بېوزلۍ او مجبوریت نښه بللې ده.

- Advertisment -spot_img