چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بېل ګېټس له جفري اېپسټین سره په اړیکو پښېماني ښودلې

د مایکروسافټ شریک بنسټګر او نامتو امریکايي سوداګر بېل ګېټس ویلي، چې هغه له بدنام جنسي مجرم جفري اېپسټین سره د وخت تېرولو او اړیکو په اړه ژوره پښېماني لري. نوموړي دا څرګندونې په اسټرالیا کې له «۹ نیوز» شبکې سره په یوه مرکه کې وکړې. دا مرکه وروسته له هغې خپره شوه، چې د امریکا حکومت د جفري اېپسټین د قضیې په تړاو میلیونونه نوي اسناد د عامو خلکو لپاره خپاره کړل. بېل ګېټس ویلي، چې له اېپسټین سره اړیکې یوه ستره تېروتنه وه او ټینګار یې وکړ، چې هغه باید هېڅکله داسې اړیکه نه وای نیولې. هغه زیاته کړه، چې دغه موضوع د هغه پر شخصي او مسلکي اعتبار منفي اغېز کړی دی. جفري اېپسټین، چې یو شتمن سوداګر او د امریکا د سیاسي او اقتصادي اشرافو له ځینو څېرو سره یې اړیکې لرلې، په ۲۰۱۹ کال کې د ماشومانو د جنسي تېري په تور نیول شوی و، وروسته له هغې یې په زندان کې مړی وموندل شو، چې د هغه مړینه لا هم د پراخو جنجالونو سبب ده. د امریکا د حکومت له لوري د نویو اسنادو خپرېدل د دې قضیې په اړه یو ځل بیا نړیوال بحثونه راپارولي او د ډېرو مشهورو څېرو نومونه په کې یاد شوي، چې له اېپسټین سره یې اړیکې لرلې. بېل ګېټس تر دې وړاندې هم منلې وه، چې له اېپسټین سره یې لیدنې د خیریه چارو په نوم ترسره شوې وې، خو اوس یې دا اړیکې په ښکاره ډول غندلې دي.

- Advertisment -spot_img