پاکستاني پولیسو خبر ورکړی، چې د جمعې د لمانځه پر مهال په اسلام آباد کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې یوه زوروره چاودنه رامنځ ته شوې ده، چې لږ تر لږه ۱۲ کسان یې وژلي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د برید ځینې ټپیان روغتونونو ته وړل شوي، چې ځینې یې په نازک حالت کې دي. د اسلام آباد د پولیسو ویاند تقي جواد ویلي، چاودنه چې ظاهراً ځانمرګي برید و، د امام باړه (امام بارګاه) سیمه کې شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د مړو شمېر ممکن لا لوړ شي.



