ملګرو ملتونو د «سولې او امنیت» تر سرلیک لاندې په یو نوي پیغام کې له خلکو په ځانګړي ډول له ځوانانو غوښتي، چې د همدې کال په پیل کې دي د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي. د عملي سولې لپاره د ملګرو ملتونو له لوري په دغه پیغام کې ویل شوي، چې سوله یواځې د جګړې پای نه دی، بلکې د عدالت، انساني کرامت، برابر فرصتونه او خوندیتوب دی، چې د ټولنې ټول وګړي ورڅخه په پوره توګه برخمن شي. د ملګرو ملتونو پر وینا، د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ځوانان او د ټولنې وګړي د سولې د ټینګښت لپاره مهم رول لوبوي او دا ښيي چې سوله یو لرې موخه نه، بلکې یوه فعاله بېړنۍ اړتیا ده، چې له ورځنیو انتخابونو پیلېږي. په دې پیغام کې د سولې د پیاوړتیا لپاره لس مهم ګامونه وړاندې شوي، چې په کې د بېلابېلو خلکو خبرو ته غوږ نیول، د سولې او امنیت په اړه زدهکړه، د تبعیض او تاوتریخوالي پر وړاندې غږ پورته کول، د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخنیوی، د بشري حقونو پېژندنه او د ځوانانو ټولنو ملاتړ شامل دی. ملګري ملتونو له خلکو غوښتي، چې خپل وخت او امکانات د ټولنې د مثبت بدلون لپاره وکاروي، له کډوالو او بېځایه شویو کورنیو ملاتړ وکړي او د سولې پیغام له قانوني، سولهییزو او نوښتګرو لارو خپور کړي. د پیغام په وروستۍ برخه کې د «سولې پر دایرې» جوړولو ټینګار شوی، چې چاپېره راټولیږي او او ټولنې ستونزو لپاره ورته ګډې حللارې لټولي. ملګرو ملتونو دا دایره د بنسټیزې سولې او یووالي لپاره اغېزمنه لار بللې ده. ملګري ملتونو په دې وروستيو کې د نړیوالو ننګونو پر زياتېدو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دا کوچني ګامونه کولای شي د یوې سولهییزې، عادلانه او خوندي نړۍ په جوړولو کې مهم بدلون رامنځ ته کړي.



