د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) په یوه نوي راپور کې خبر ورکړی، سره له دې چې په افغانستان کې د مصنوعي درملو او طبي درملو ناوړه ګټه اخیستنې کې زیاتوالی راغلی، خو دودیز نشهیي لاهم په هېواد کې تر ټولو زیات کارول کېږي. د دفتر د موندنو له مخې، چرس په افغانستان کې د نارینه وو په منځ کې تر ټولو ډېر کارول شوي نشهیي مواد دي، چې ۴۶ سلنه دي، په داسې حال کې چې تریاک ۱۹ سلنه، ټابلیټ- کا ۱۱ سلنه، او میتامفیتامین (شیشه) په ترتیب سره ۷ سلنه دي. د سروې ځواب ویونکو غربت، بې کاري او مالي ستونزې په هېواد کې د نشهیي توکو د مکرر استعمال تر شا د اصلي عواملو په توګه پېژندلي دي. تازه موندنې د نشهیي توکو د کارونې دروند اقتصادي بار هم په ګوته کوي. د میتامفیتامین او تریاک بیه د ورځني معاش څخه لوړه ده. په دې اړه په افغانستان کې د UNDP استوګن استازی سټیفن روډریګز ویلي: “دا ملي سروې په افغانستان کې د مخدره توکو د کارولو د واقعیتونو او هغو ننګونو روښانه انځور وړاندې کوي، چې خلک ورسره مخ دي. موندنې به د نشهیي د کارولو د روغتیا اړخونو ته د رسېدو، د بیا رغونې ملاتړ او د نشهیي توکو د کارولو د اصلي لاملونو سره د مبارزې لپاره د قوي پالیسیو او پروګرامونو په جوړولو کې مرسته وکړي.” دا سروې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له خوا د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شوې، ښیي چې د نشهیي توکو نارینه روږدي کسان د ښځینه روږدو کسانو په پرتله طبي خدماتو ته ډېر لاسرسی لري.



