پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغان ماشومانو کې د خوارځواکۍ په زياتېدو د يونیسف اندېښنه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخ دی او هر کال په دغه هېواد کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته کېږي. په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویواله «د سختې خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې د بیاکتل شویو لارښودونو» د معرفي کولو په مراسمو کې په دغه ناورین باندې پر بېړني غور ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړې، چې د دغو لارښودونو نوې بڼه د درملنې او مخنیوي په تګلارو کې مهم بدلونونه رامنځته کړي او تر ټولو سختو پېښو پر ژغورندویه درملنې تمرکز کوي. دغه لارښودونه دغه راز د کورنۍ پر بنسټ د تغذیې تګلارې پیاوړې کوي، د ځایي ټولنو رول زیاتوي او په لومړي ځل له شپږو میاشتو څخه د کم عمره ماشومانو د پاملرنې لارښود وړاندې کوي، څو د ماشومانو د خوارځواکۍ په کمولو او د هغوی د ژوند په ژغورلو کې یو مهم ګام واخیستل شي.

- Advertisment -spot_img