د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبر ورکړی، چې په افغانستان کې به د سختې یخنۍ له امله خلک له ټولو ډېر له لوږې اغېزمن شي. یاد پروګرام په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې میلیونونه کسان د خوړو پروګرام د خوړو او تغذیې له مرستو سره تړلي دي او دا مرستې ان لرې پرتو سیمو پورې هم رسېږي. د خوړو نړیوال سازمان د سختې یخنۍ له پایلو خبرداری ورکړی او ټينګار یې کړی، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې اغېزمنې کورنۍ بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري. یاد سازمان زیاته کړې، چې د خپلو شریکانو په ملاتړ له افغانو کورنیو سره مرسته کوي، چې غوره او مقاومه سبا ولري. له دې وړاندې هم د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو ، چې افغانستان په نړۍ کې د لوږې له شدید ناورین سره مخ دی او میلیونونه کسان د ورځنیو خوړو د برابرولو وس نه لري. د دغه سازمان د راپور له مخې، له هرو پنځو افغانانو یو یې نه پوهېږي، چې د راتلونکي وخت خواړه به یې له کومه برابر شي. له دې سره هممهاله د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې پرله پسې اورښتونو د زلزلې زیانونه د هغو کورنیو لپاره چې له کرنې سره تړلې دي، پراخ کړي دي.



