پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

دایکندي کې د دودنیونې له امله ۴ زده‌کوونکو ژوند بایللی

د دایکندي ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په نیلي ښار کې هغه څلور تنکي ځوانان د ذغالي بخارۍ د دود له امله مړه شوي چې په نیلي ښار کې د کانکور ازموینې چمتووالي لپاره په زده‌کړو بوخت وو. د طالبانو تر ولکې لاندې د دایکندي امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دا تنکي ځوانان د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو او په ښار کې د یو اتاق دننه یې د ډېر دود له امله ژوند بایللی دی. سرچینې د دې پېښې لامل زیات دود او د بخارۍ د لولې بندښت بللی دی. بلخوا مسئولینو ټینګار کړی، چې خلک دې د کورونو د تودولو پرمهال له احتیاطه کار واخلي. دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د ژمي په رارسېدو سره لسګونه هېوادوال د ګازي او ذغالي بخاریو د دودنیونې له امله مري. د راپورونو له مخې، له تېرو څو ورځو راهیسې یوازې په غزني کې یو شمېر کسان د ګازنیونې په پېښو کې ژوند بایللی دی.

- Advertisment -spot_img