پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان فوټبال د پرمختګ نوي پړاو ته ننوځي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ريیس او د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) د تخنیکي او پراختیایي کمېټې غړی محمدیوسف کارګر د اسیا د فوټبال کنفدراسیون رسمي غونډه کې چې په مالیزیا کې جوړه شوې وه، وتوانېد د هرات او غزني ولایتونو د فوټبال میدانونو بیارغونې او په لوګر ولایت کې د یوه ورزشي میدان جوړولو قراردادونه ترلاسه کړي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن شنبې د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې دغه غونډه د اندري، سنجیوان او نهمت په ګډون د فیفا د استازو او همدارنګه د وحید کارداني، یوګیش او روزبه په ګډون د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د استازو په حضور کې ترسره شوه. د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د کندهار او بلخ ولایتونو د فوټبال میدانونو جوړولو پروژې هم نهایي شوې او همدارنګه د بدخشان د استډیوم جوړولو او د کابل د استډیوم د بیارغونې په اړه خبرې روانې دي. په خبرپاڼه کې راغلي: «د دغو پروژو له پیل سره به د افغانستان فوټبال د ودې او پرمختګ نوې مرحلې ته داخل شي او د هېواد د ځوانو استعدادونو د غوړېدنې لپاره به لا ډېره زمینه برابره شي.»

- Advertisment -spot_img