په هلمند کې ځايي طالب چارواکي خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې شپږ کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي. په هلمند کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي چې دا پېښه د هلمند دویمې لویې لارې په سنګیلان سیمه کې شوې ده. د نوموړي په خبره، پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه چې یو باروړونکی موټر له کوچني موټر سره وجنګېد. هغه زیاته کړې چې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي. د دې پېښې لامل د چلوونکو بې احتیاطي یاده شوې ده. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي. د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي، ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه او ګړندۍ تګ په هېواد کې د ګڼو ترافیکي پېښو لاملونه بلل کېږي.



