د آسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر خبر ورکړی، چې په افغانستان کې وچکالۍ د ميلیونونو خلکو لپاره اوبو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی. دغه دفتر په تازه پیغام کې ویلي، چې د «سولډاریټي» بنسټ په همکارۍ د لاسي بمبو د څاګانو د جوړولو په حال کې دي. د اروپايي ټولنې په وینا، دا اقدام به ځایي ټولنو ته پاکې اوبه برابرې کړي. اروپايي ټولنې تر دې وړاندې په افغانستان په ځانګړې توګه په کابل کې د اوبو د ناورین په تړاو خبرداری ورکړی و. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم خبرداری ورکړی، چې د کابل تر ځمکې لاندې اوبه ښایي تر ۲۰۳۰ پورې په بشپړه توګه وچې شي. یاد سازمان ویلي، چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو اته یې اړ دي چې ککړې اوبه وڅښي.



