جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسپانیا کې د دوو رېل‌ګاډو ټکر؛ ۲۱ تنه مړه شوي

الجزیرې راپور ورکړی، چې د اسپانیا په سوېل کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شوي. راپور کاږي، رېل‌ګاډی له مالاګا څخه یې مادرید ته نږدې ۳۰۰ مسافر لېږدول، چې کوردوبا ښار ته نږدې له پټلۍ وتلی او له بل اورګاډي سره ټکر شوی دی. د اسپانیا د دولتي ټلوېزیون له قوله په دې پېښه کې ۲۱ تنه مړه او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي، چې په مړو کې د رېل‌ګاډي چلوونکی هم شامل دی. په دې اړه د اسپانیا د ترانسپورټ وزیر اسکار پونټه ویلي، چې په یوه مستقیم مسیر کې د اورګاډي له پټلۍ وتل «ډېر غیرعادي» دي او دا د رېل‌پټلۍ برخه د تېر کال د مې میاشت کې ترمیم او نوې شوې وه.

- Advertisment -spot_img