یکشنبه, جنوري 18, 2026
یکشنبه, جنوري 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

۱۹ کلن نړیوال جام؛ افغانستان له ویسټ انډیز نه هم لوبه وګټله

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د نړۍوال جام په لړ کې خپله دویمه لوبه له ویسټ‌انډیز وګټله. افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو پنځوسو اوورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته د ۲۶۲ منډو هدف ورکړ. عثمان سادات ۸۸ او محبوب تسکین ۸۶ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې د ویسټ‌انډيز لوبډلې ونه شوای کړای، چې د افغان لوبډلې ۲۶۳ منډې هدف پوره کړي او خپل ټول لوبغاړي یې په ۳۴م اوور کې په ۱۲۴ منډو له لاسه ورکړل. په توپ‌اچونه کې نن د افغان لوبډلې په ګټه، وحید ځدراڼ او خاطر ستانکزي درې – درې او نورستاني څلور لوبغاړي وسوځول. افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له سویلي افریقا ګټلې وه، چې په کې عزیرالله نیازی د لوبې غوره لوبغاړی شمارل شوی و.

- Advertisment -spot_img