یکشنبه, جنوري 18, 2026
یکشنبه, جنوري 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د شفیق مُرید تر څارنې لاندې روزنتون د طالبانو په جهادي مدرسه بدلېږي

د افغانستان مشهور او پيژندل شوي سندرغاړي شفیق مُرید شکایت کړی، چې طالبانو د ده تر څارنې لاندې کابل کې د رایان په نوم د ماشومانو روزنتون تړلی دی. ښاغلي مُرید په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پيغام کې ویلي، چې طالب چارواکو له کومې مخکینۍ خبرتیا پرته دا اقدام کړی او ماشومان یې دولتي روزنتونو ته له ځانه سره وړي دي. مُرید زياته کړې، چې په رایان روزنتون کې ۲۱ تنو کارکوونکو او ښوونکو د ګڼو هغو ماشومانو روزنه او پالنه کوله، چې له بیوزلۍ، لوږې او بې سرپرستۍ سره مخ وو. هغه ویلي دوی د رایان روزنتون له لارې دغو ماشومانو ته د اوسېدو یو مناسب ځای او د روزنې ښه چاپېریال برابر کړی و. د ښاغلي مرید په وینا، د طالبانو مشر ملا هبة‌الله اخندزاده د ټولو خصوصي روزنتونونو د فعالیت درولو امر کړی دی. د «رایان چلدرن» روزنتون د شفیق مرید په نوښت او د خلکو په مرسته جوړ شوی و او بې‌سرپرسته ماشومانو ته يې د زده‌کړې او پالنې زمینه برابره کړې وه. په دې اړه ځايي سرچینو ويلي چې طالبان غواړي د کابل مرکزي روزنتونونه په جهادي مدرسو بدل کړي او په راتلونکې کې دوی له دغو مرکزونو څخه د لاس د الې په شان ګټه پورته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ را وروسته، ډېری ماشومان د عصري زده‌کړې، کافي خوړو او مناسبې پالنې محروم شوي، چې دا حالت د ماشومانو د حقوقو فعالانو او مدني ټولنې کې پراخې اندېښنې رامنځته کړي دي.

- Advertisment -spot_img