په امریکا کې د کډوالۍ ادارې د افسرانو لهخوا د یوې ښځې تر وژل کېدو وروسته، د دغه هېواد په ګڼو ایالتونو کې د کډوالۍ د سختو سیاستونو پر ضد پراخ او سراسري اعتراضونه پیل شوي دي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، زرګونو امریکايي ښاریانو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پر تګلارو اعتراضونه کړي او دا سیاستونه یې د اساسي قانون خلاف بللي دي. د راپور پر بنسټ، د مینهسوتا ایالت او د دغه ایالت د دوو لویو ښارونو، مینیاپولیس او سنتپال اوسېدونکو د ټرمپ پر ضد رسمي شکايتونه ثبت کړي، څو د فدرالي کډوالۍ د قوانینو د پليکېدو مخه ونیسي. په ثبت شوې عریضه کې د امریکا د کورني امنیت وزارت د اساسي ازادیو او د قانوني ملاتړونو په نقض تورن شوی دی. د شکایت په یوه برخه کې ویل شوي، چې فدرالي مامورين او افسران کافي مسلکي روزنه نه لري، له خلکو سره د زور زياتې چلند او د پراخو غیرقانوني کړنو له لارې یې د مینهسوتا اوسېدونکي له سختې وېرې سره مخ کړي دي. شکایت کوونکي د مینهسوتا ایالت او د مینیاپولیس او سنتپال ښارونو کې د فدرالي کډوالۍ مامورينو د پراخو عملیاتو د سملاسي درولو غوښتنه کوي.



