ایران کې د حکومت ضد لاریونونو پرمهال د نږدې ۵۰ امنیتي ځواکونو د وژلکېدو په خاطر د ملي ماتم نمانځنې لپاره زرګونه کسان واټونو ته راوتلي وو او هلته یې روان تاوتریخوالی بهرنۍ دسیسه بللې او په کلکه يې غندنه کړې ده. د ایران د حکومت په پلوۍ واټونو ته راوتلو لاريونوالو له رسنیو سره په خبرو کې د ایران وروستی شاه زوی «رضا پهلوي» ته خبرداری ورکړی، چې نوموړی له ایران څخه شړل شوی او ایران ته به د بیا ورتګ اجازه ورنه کړي. رضا پهلوي د حکومت ضد لاریونونو له پیله راهیسې د ایراني حکومت د نسکورېدو څرګندونې کوي او د ایران له وګړو غواړي چې لاریونونو ته زور ورکړي. ورته مهال د ایران مذهبي مشر، علي خامنهيي او د ولسمشر، مسعود پزشکیان په ګډون ګڼو چارواکو هلته له تاوتریخوالي ډک لاریونونه بهرنۍ دسیسه بولي او د حکومت ضد لاریونوال په «ترهګرۍ» تورن کړي. ایراني چارواکو ویلي چې وضعیت په بشپړ ډول کنترول شوی او هېچاته اجازه د تاوتریخوالي اجازه نه ورکوي. د دغه هېواد ولسمشر، مسعود پزشکیان د لاریونونو پر مهال د امنیتي ځواکونو وژل کېدل غندلي او ویلي یې دي چې د ایران دښمن داسې ترهګر ورلېږلي، چې جوماتونه او بازارونه یې سوځولي دي. په ورته مهال د روسیې د امنیت شورا رییس، سرګئي شویګو له خپل ایراني سیال «علي لاریجاني» سره د ټلېفوني خبرو له لارې د ایران په لاریونونو کې د بهرنۍ لاسوهنې غندنه کړې او د مسکو او تهران د امنیتي همکاریو د پياوړتیا ډاډ یې څرګند کړی دی. د ویلو ده چې له تېرو نږدې دوو اوونیو راپدېخوا په ایران کې د حکومت ضد پراخو لاریونونو له امله تر دې دمه شاوخوا ۶۰۰ تنه وژل شوي دي.



