د جاپان پلازمېنه توکیو کې د کبانو په مشهور بازار «تویوسو» کې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ لیلام کې د بلیوفن ټونا کب په ریکارډ بیه وپلورل شو او ټول خلک حیران کړل. دغه لوی بلیوفن ټونا کب، چې وزن یې ۲۴۳ کیلوګرامه (۵۳۵ پونډه) و، په ۵۱۰ میلیون ین (نژدې ۳.۲ میلیون امریکایي ډالر) وپلورل شو، دا تر اوسه د ټونا تر ټولو ګران لیلام بلل کېږي. دا ډول کبان د جاپان د شمال په اوما ساحل کې موندل کېږي او د جاپان تر ټولو ښه او خوندوز تونا کبان ګڼل کېږي. د اسوشیېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، تر ټولو لوړه بیه د «کییومورا» شرکت ورکړه. د دغه شرکت مالک «کییوشي کیمورا» دی، چې په جاپان کې د «سوشي زانمای» په نوم د سوشي مشهوره شبکه چلوي. کیمورا تر دې مخکې هم څو ځله د کال په لومړي لیلام کې تر ټولو ګرانه ټونا اخیستې ده، خو دا ځل یې خپل پخوانی ریکارډ مات کړ. تر دې مخکې هغه په ۲۰۱۹ کال کې په ۳۳۴ میلیون ین ټونا اخیستې وه او ریکارډ یې جوړ کړی و.



