سه شنبه, مارچ 17, 2026
سه شنبه, مارچ 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د غور په زرګونو کروندګرو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) خبر ورکړی، چې په غور کې یې ۵ زره او ۵۹۶ کروندګرو ته د غنمو اصلاح‌شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشلي دي. یاد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه مرستې په داسې حال کې ترسره شوې، چې افغان کروندګر د وچکالۍ له ناوړو اغېزو سره مخ دي او دا ملاتړ به د هغوی سره د کرنې، حاصلاتو او د خپلو کورنیو لپاره د ډوډۍ د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي. د خبرپاڼې له مخې، یاد اصلاح شوي‌تخمونه او کیمیاوي سره د سویډن د نړیوالو پراختیايي همکاریو ادارې سیدا په همکارۍ وېشل شوي دي. دغه سازمان زیاتوي، چې کروندګرو ته د مرستو تر څنګ، د کرنې اړوند لازمې عملي روزنې هم ورکړل شوې، څو وکولای شي له وېشل شويو توکو څخه اغېزمنه استفاده وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو افغان کروندګرو ته اصلاح‌شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشلي دي.

- Advertisment -spot_img