رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو مفتي نور احمد نور نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت د چارسمبالي په توګه معرفي کړی دی. راپور کې راغلي، نور احمد نور چې تر دې مخکې په بهرنیو چارو وزارت کې لومړی سیاسي رییس و، نوې ډیلي ته رسېدلی دی. د هندي رسنیو په وینا هند د تېر میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت د دې دیپلومات له منلو سره موافقه کړې وه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هند ته تللی و. د هغه سفر پرمهال ښاغلی نور هم له امیرخان متقي سره مل و. تر دې وړاندې د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره کتنه کې نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالب ډيپلوماټانو له منلو سره هوکړه کړې وه. طالبانو د دوه زره درویشتم کال په اپریل کې هم په نوي ډیلي کې د سفارت لپاره شارژدافیر معرفي کړی و، چې هغه وخت یې د سفارت د کارکوونکو له لوري مخه ونیول شوه چې سفارت ته داخل شي.



