د «افغان ښځو د همت غورځنګ» په نوم یوه نوې مدني ښځینه خوځښت د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره خپل موجودیت اعلان کړ. دغه غورځنګ ويلي، د افغانستان ښځو د حقونو پر وړاندې د دوامدارو او سیستماتیکو سرغړونو په غبرګون کې رامنځته شوی او موخه یې د ښځو د بنسټیزو حقونو دفاع ده. د یاد غورځنګ د اعلامیې له مخې، دا خوځښت د انساني کرامت، عدالت، برابري او آزادۍ پر اصولو ولاړ دی او د افغانستان د ښځو اوسنی وضعیت یې «اندېښمنوونکی او د راتلونکو نسلونو لپاره ګواښونکی» بللی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان ښځې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې له اساسي حقونو لکه زدهکړې، کار، د بیان آزادۍ، ټولنیز حضور او د خپل ژوند د پرېکړې له حق څخه محرومې دي. د افغانو ښځو د همت غورځنګ ځان یو خپلواک، مدني او عدالتغوښتونکی حرکت معرفي کړی او ټینګار یې کړی چې د ښځو او سړیو بشپړه برابري د نړیوالو بشري حقونو له اسنادو سره سم یو نهانکارېدونکی اصل دی. دغه غورځنګ د ښځو حقونه، په ځانګړي ډول د زدهکړې، روغتیا، امنیت، ملکیت او سیاسي او ټولنیز مشارکت حقونه، «نهاخیستونکي» بللي او د عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده. په اعلامیه کې همداراز د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی او تبعیض په کلکه غندل شوی او له اړوندو لوریو غوښتنه شوې چې عاملان باید حساب ورکوونکي وګرځول شي. د غورځنګ په باور، ښځې باید د خپل برخلیک او د هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې فعال او برابر رول ولري. د افغان ښځو د همت غورځنګ د مشرتابه هیئت ژمنه کړې چې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به په سولهییز، دوامدار او په شعوري ډول مبارزه کوي، د افغان ښځو غږ به په ملي او نړیواله کچه پورته کوي او له بشري حقونو بنسټونو، عدالتغوښتونکو ښځو او نارینهوو سره به همکاري کوي. دغه غورځنګ له افغان ولس او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان ښځو ترڅنګ ودرېږي او د هغوی د برابرۍ، آزادۍ او انساني کرامت عملي ملاتړ وکړي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا پرېکړه د هغو ښځو ګډه اراده ده چې باور لري افغان ښځې آزادې او برابرې زېږېدلې دي او حق لري خپل ژوند په آزاده توګه پر مخ یوسي.



