د امریکا سنا مجلس یا کانګرس هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه شي کولای د دوی له اجازې پرته پر وینزویلا نور پوځي علمیات او اقدامات وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ ویلي، ښايي پر وینزویلا د امریکا څار کلونه وغځېږي. سنا د جګړې د صلاحیتونو اړوند د پرېکړه لیک د پر مخ بیولو لپاره د ۵۲ موافقو او ۴۷ مخالفو رایو سره یو طرزالعمل پرېکړه لیک تصویب کړه. په دې رایه اچونه کې د ټرمپ یو شمېر جمهوريپالو سناتورانو د ټولو ډیموکراتانو ملاتړ وکړ. تېره اوونۍ د نړیوالو بنسټونو په وینا د ټولو اصولو خلاف د ټرمپ په امر د امریکا ځانګړي پوځ پر وینزویلا عملیات وکړل او د دغه هېواد ولسمشر، مادورو او د هغه مېرمن یې ونیوله. خو ټرمپ د کانګرس د پرېکړه لیک د تصویب غبرګون کې پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، چې: “هغه سناتوران چې له ډیموکراتانو سره یو ځای زموږ د هېواد د دفاع واکونه کموي، باید وشرمېږي.” ورته مهال ټرمپ اعلان کړی، چې د وینزویلا تر ۵۰ میلیونه بېرله بند پاتې تېل به تصفیه او وپلوري. هغه ویلي په وینزویلا کې به د تېلو لوی شرکتونه لږ تر لږه د ۱۰۰ میلیارده ډالرو پانګونه وکړي. تر دې مخکې ملګرو ملتونو هم ویلي وو، چې پر وینزویلا د امریکا برید د نړیوال قانون اصل مات کړی.



