د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له «جیو نیوز» سره په خبرو کې، د افغانستان او هند یادونه وکړه او ویې ویل چې د دغه هېواد پوځ د کورنیو او بهرنیو ګواښونو په وړاندې هممهاله مقابلې ته بشپړ چمتووالی لري او خپله پوځي وړتیا یې د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې له جګړې وروسته ثابته کړې ده. پاکستان پر کابل او پکتیکا لومړۍ هوايي حمله وروسته له دې وکړه چې د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته سفر وکړ. خواجه اصف زیاته کړه چې د کابل له حکومت او تحریک طالبان پاکستان (TTP) څخه د اسلاماباد اندېښنه او بېباوري له هند سره د هغوی د نژدې اړیکو له امله زیاته شوې او د دغو ډلو فعالیتونه، په ځانګړي ډول د باج اخیستنې او ناقانونه عاید ترلاسه کولو له لارې په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي. د پاکستان دفاع وزیر د خیبرپښتونخوا پر ایالتي حکومت هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې TTP ته د داسې فعالیتونو اجازه ورکول «د ملي امنیت پر وړاندې بېپروايي» ده او امنیتي وضعیت یې ډېر پېچلی کړی دی. آصف ټینګار وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د مې له جګړې وروسته د پاکستان د پوځ پر ځان باور زیات شوی او له دغه هېواده د وسلو د پېرلو غوښتنې هم په چټک ډول لوړې شوې دي. د خواجه اصف په وینا: «که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، امکان لري چې پاکستان په راتلونکو شپږو میاشتو کې نور د نړیوال وجهي صندوق (IMF) مرستو ته اړتیا و نه لري.» هغه دا هم ادعا وکړه چې تېر کال له هند سره د شخړې پر مهال د ډیلي چارواکو د ملاتړ لپاره امریکا او چین ته مراجعه کړې وه، خو پاکستان کلک ځواب ورکړی و او خبرداری یې ورکړی و: «که هند بیا یرغلیز اقدام وکړي، موږ به هم په هماغه ډول ځواب ورکړو.» د پاکستان د دفاع وزیر ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د مې له جګړې وروسته د هند پر ځان باور کمزوری شوی او د پاکستان د پوځ جنګي توان په نړیواله کچه منل شوی دی.



