د ننګرهار ولایت ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې یوه ښځه د لېوره له لوري وژل شوې ده. سرچینو د دوشنبې په ورځ، د جدي ۱۵مه، تایید کړې چې دا پېښه پرون د جلالاباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند «کمپونو» سیمه کې رامنځته شوې ده. د سرچینو پر وینا، یاده مېرمن ۳۶ کلنه وه او د ډزو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی. د شته معلوماتو له مخې، د دې پېښې انګېزه کورنی تاوتریخوالی بلل شوی، خو د قربانۍ د کورني وضعیت په اړه، لکه د اولاد لرل یا د مېړه وضعیت، نور جزییات نه دي روښانه. سرچینې زیاتوي، چې تورن کس د پېښې له ځایه تښتېدلی او تر اوسه نه دی نیول شوی. په ننګرهار کې د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو راپورونه دوام لري او د دې ډول قضیو د ملاتړ او څېړنې بنسټونه په پراخه کچه فعال نه دي.



