چهارشنبه, مارچ 18, 2026
چهارشنبه, مارچ 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د خوراکي توکو د بيو په لوړېدو د افغان ولس اندېښنه

د طالبانو تر واک لاندې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېره لیندۍ میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۴،۲ سلنه لوړوالی راغلی دی. یادې ادارې نن پنج شنبه په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دا لوړوالی په غوړو، غلو دانو او بېلابېلو سیزیجاتو کې راغلی دی. یادې ادارې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي لاملونه نه دي په ډاګه کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه میاشت کې د غیر خوراکي توکو په بیو کې هم ۱،۹ سلنه لوړوالی راغلی او زیاتوي، چې درمل او البسه هغه غیر خوراکي توکي دي، چې بیې یې لوړې شوې دي. خوراکي توکو بیې داسې مهال لوړې شوي چې، بل لورته هیوادوال د خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو له لوړوالي څخه شکایتونه کوي. عام خلک له اړوندو مسئولینو غوښتنه کوي، چې نرخونه کنټرول کړي او د احتکار مخه ونیسي. عام خلک زیاتوي، چې یوازې د لومړنیو خوراکي توکو لکه اوړه او غوړي په هر جنس کې د ۳۰۰ افغانیو په توپیر لوړوالی راغلی، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

- Advertisment -spot_img