په سویس کې د نوي میلادي کال د لمانځنې پر مهال په یوه بار کې چاودنه شوې چې د پولیسو پر وینا مرګ ژوبله يې اړولې ده. رپوټونه وايي د چاودنې پر مهال په بازار کې له سلو زیات کسان موجود ول. د پولیسو یو ویاند وویل چې په چاودنه کې څو کسان وژل شوي دي. د هغه په خبره چاودنه پر ځایي وخت شپې په شاوخوا یوه نیمه بجه د کرانز مونتانا ښارګوټي په یوه بار کې داسې وخت وشوه چې خلک د نوي کال (۲۰۲۶) د لمانځلو له پاره راټول شوي ول. رپوټونه وايي د چاودنې پر مهال په بار کې له سلو ډېر کسان موجود ول. کرانز مونتانا د سویس یوه له هغو سیمو ده چې په ژمي موسم کې په کې پر واوره د سکي لوبې کيږي. تر چاودنې وروسته د پېښې ځای ته ګڼ شمېر پولیس او د اورژنې ادارې پرسونل سره د څو چورلکو ورسېدل. د چاودنې دلیل لا تر اوسه روښانه نه دی. په نورو رپوټونو کې هم د سويس د پولیسو له قوله ويل شوي چې په دغه چاودنه کې یو شمېر کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي خو کره شمېره ېې نه ده ښودل شوې. د سويس پولیسو په خپلو تازه څرګندونو کې هم د ځاني زیان په هکله جزئیات نه دي ورکړي خو ويلي دي چې په چاودنه کې ډېر کسان اغېزمن شوي او هغو ته د رسېدګۍ له پاره ژغورونکي او د اوروژنې ادارې پرسونل استول شوي دي. پولیسو دا هم ويلي چې سیمه په بشپړه توګه تړل شوې او د کرانزمونتانا پر فضا پروازونه هم ممنوع کړل شوي دي.



