اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، مخکې له دې چې د اسرائیل پوځ غزه کې د حماس پر وړاندې پلان شوي عملیات پیل کړي، د تازه اټکلونو له مخې، تر اوسه پورې له ۳۲۰ زره څخه زیاتو فلسطینیانو د غزې ښار نورو سیمو ته کډه کړې. راپورونو کې ویل شوي، چې یوازې تېره شپه شاوخوا ۲۰ زره کسان له غزې ښاره وتلي. د معلوماتو پر بنسټ، غزه کې شاوخوا ۲ میلیون فلسطینیان ژوند کوي. د اسرائیل پوځ تېره اوونۍ د غزې ښار ټولو اوسېدونکو ته امر کړی، چې له پلان شوي برید وړاندې سمدلاسه، له غزې ښار څخه ووځي. اسرائیل غزه کې ملکي وګړو ته ویلي، چې د غزې سویل کې د دوی لخوا ټاکل شوي بشري زون ته لاړ شي، خو فلسطینیانو پر وینا، غزه کې هېڅ ځای خوندي نهدی.



