یکشنبه, مارچ 8, 2026
یکشنبه, مارچ 8, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د قطر صدراعظم اسرائیلو ته د سختې سزا غوښتنه کړې

په دوحه کې د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له حضور سره هممهاله د قطر صدراعظم د اسرائیلو لپاره د سزا غوښتنه وکړه. د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د عربي او اسلامي هېوادونو د سرمشریزې څخه یوه ورځ مخکې دا څرګندونې وکړې. هغه په خپله وینا کې ویلي، چې قطر د اسرائیل او حماس په جګړه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د مصر او متحده ایالاتو سره کار کولو ته ژمن دی. د شېخ محمد په خبره د اسرائیلو برید، چې د حماس د پنځو غړو او د قطر د یوه امنیتي غړي د وژنې سبب شو د منځګړیتوب په اصل باندې برید ګڼل کېږي. د اسلامي او عربي هېوادونو مشران او بهرنیو چارو وزیران د اسرائیلو د هغه برید پر وړاندې د ګډ احتمالي غبرګون په سر د خبرو لپاره ټول شول چې د حماس افراطي ډلې مشرتابه یې په دوحه کې هدف وګرځاوه. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون اسرائیل ته تللی و. د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي اسرائیلو ته د امریکا د لوړ پوړي ډیپلومات مارکو روبیو سفر د دواړو متحدینو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ښیي.

- Advertisment -spot_img