د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو او د پاکستاني طالبانو ترمنځ تاوتریخوالي امنیتي ځواکونو او عامو وګړو ته د پام وړ تلفات اړولي دي، که د پاکستان حکومت دا فکر کوي، چې دا ستونزه به په پوځي لارو حل کړي، دا یوه ستره تېروتنه ده. خلیلزاد زیاته کړې، چې د ده په نظر د پاکستان حکومت تر اوسه هېڅ باوري ستراتیژي نه لري او اوس وخت را رسېدلی، چې له پوځي تګلارې څخه سیاسي تګلارې ته واوړي او له پاکستاني طالبانو سره دې د سولې لپاره خبرو اترو ته کېني. نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان تل د امریکا او د افغانستان له پخواني حکومت څخه غوښتنه کوله، چې له افغان طالبانو سره دې خبرې وکړي او سیاسي حل لار دې ورته ولټوي، نو اوس خپله پاکستان ته په کار ده، چې له پاکستاني طالبانو سره د سولې لپاره د سیاسي خبرو اترو هڅې پیل کړي. خلیلزاد همدا راز ویلي، افغانستان باید له پاکستان سره د دغو خبرو اترو او سولې پروسې په پیل کې مرسته وکړي.



