شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په مریخ کې د ۳،۵ ميلياردو کلونو پخوانۍ ډبره موندل شوې

د امریکا هوایي او فضایي چارو ملي اداره “ناسا” د پریسرویِنس روور له خوا د مریخ په جییزرو کرېټر کې یوه ډبره موندل شوې، چې ښکاري د یوه پخواني جهیل له تل څخه راټوله شوې ساینس‌پوهان دا تیږه“چیاوا فالز” بولي. دا ډبره شاوخوا درې نیم میلیارد کاله پخوانۍ ده او د رسوباتو له خټو جوړه شوې ده. د دغې ډبرې دننه داسې منرالونه موندل شوي، چې په ځمکه کې اکثر د باکتریاوو د فعالیت له امله رامنځته کېږي، لکه ویویانایټ او ګریګېټ. همدارنګه په کې د عضوي عناصرو لکه کاربن، فاسفورس، سلفر او وسپنې شته‌والی هم تثبیت شوی دی. دا موندنې ښيي، چې ممکن دا ځای یو وخت د مایکروبیایي ژوند لپاره یې مناسب چاپېریال درلود، خو ساینسپوهان ټینګار کوي، چې دا لا هم وروستۍ ثبوت نه دی او ښايي دغه منرالونه د غیر عضوي کیمیاوي بهیرونو له لارې هم يو ځای شوي وي. د دې حقیقت د روښانولو لپاره اړتیا ده، چې دغه نمونې ځمکې ته راوړل شي او په پرمختللو لابراتوارونو کې وڅېړل شي او که تایید شي، دا به تر دې دمه په مریخ کې د پخواني ژوند تر ټولو قوي ثبوت وي.

- Advertisment -spot_img