شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ښايي امریکا پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې دا هېواد تیار دی د روسیې پر انرژۍ نوي بندیزونه ولګوي. رویټرز راپور ورکړی، چې دا تحریمونه به د ناټو د غړو هېوادونو له خوا د نفتو له پېرلو وروسته عملي شي. په وروستیو اوونیو کې امریکا د ناټو پر غړو هېوادونو فشار زیات کړی، څو د روسیې پر ضد د انرژۍ بندیزونه سخت کړي او د اوکراین جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي. پر ټرمپ بیا بیا نیوکې کېږي، ځکه نوموړي د روسیې لپاره د ټاکل شویو ضرب‌الاجلونو له ختمېدو وروسته هېڅ عملي اقدام نه دی کړی. ورته مهال ترکیه له چین او هند وروسته د روسیې د نفتو درېیم ستر پېرودونکی ګڼل کېږي او د ناټو نور غړي لکه هنګري او سلواکیا هم د روسي د نفتو په پېرلو کې ونډه لري.

- Advertisment -spot_img