د افغانستان د پوځي الوتکو د برخلیک په اړه، چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د تېر حکومت د سقوط پر مهال منځنۍ آسیا دوو هیوادونو ته وړل شوې وې، یو ځل بیا اټکلونه راپورته شوي دي. د سپتمبر په ۱۰مه، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد کابل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې ازبيکستان له طالبانو سره موافقه کړې چې هغه هیلیکوپترونه بېرته وسپاري چې افغان پيلوټانو د کابل د سقوط پر مهال له پولې هاخوا وړي وو. نوموړي ادعا وکړه چې د ۵۷ هیلیکوپترو د لېږد بهیر نژدې دی او دا یې د افغانستان د هوايي ځواک د بیا رغولو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو ګام وباله. د مجاهد پر وینا، یادې الوتکې د تاشکند او کابل ترمنځ د پټو خبرو په نتیجه کې په ازبيکستان کې پاتې شوې وې. ټایمز اف سنټرل ایشیا ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د امریکا د دفاع وزارت تر دې وړاندې تایید کړې وه چې ۴۶ الوتکې او څرخکې ازبکستان ته او ۱۸ نور تاجیکستان ته الوتلې وې. په دغو الوتکو کې د Mi-17 او UH-60 هیلیکوپترونه، او همدارنګه د PC-12، C-208، AC-208 او A-29 وزر لرونکې الوتکې شاملې وې. خو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو دغه ادعا ژر رد کړه. د سپتمبر په ۱۱مه د دې وزارت ویاند، اهرور برخانوف، Gazeta.uz ته وویل چې د هیلیکوپترو د بېرته سپارلو په اړه راپورونه “له واقعیت سره سمون نه لري.” نوموړي دغه معلومات “جعلي خبرونه” وبلل او ټینګار یې وکړ چې د ازبکستان دریځ په دې برخه کې نه دی بدل شوی. طالبانو څو ځله له ازبيکستان او تاجیکستان څخه د دغو الوتکو د بېرته ورکولو غوښتنه کړې، خو نه تاشکند او نه هم دوشنبې تر اوسه دغو غوښتنو ته څرګند ځواب نه دی ویلی. په ازبيکستان کې د امریکا د متحدوایالتونو سفیر، جاناتان هنیک، تر دې وړاندې ویلي وو، چې واشنګټن او تاشکند په ۲۰۲۱ کې د دغو الوتکو په اړه یوه تفاهم ته رسېدلي دي. نوموړي زیاته کړې وه، چې د پوځي تجهیزاتو یوه برخه لا هم په ازبيکستان کې ده، او دواړه حکومتونه د یوې ګډې پروژې له لارې پر دې موضوع کار کوي. له دې مخکې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست کې واک ته ورسېږي، د افغانستان د هوايي ځواک په fleet کې ۱۶۴ پوځي الوتکې شاملې وې. نن ورځ اټکل کېږي چې یوازې ۸۱ یې پاتې دي.



