پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بدخشان کې۱۱ تنو ژوند بایللی

بدخشان کې طالب چارواکو ویلي، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي، چې ۷ يې د یوې کورنۍ غړي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي دا پېښه د درایم ولسوالۍ په زرک سیمه کې د یو موټر د چپه‌کېدو له امله شوې او په قربانیانو کې یوه ښځه او درې ماشومان هم شامل دي. د مسئولینو دا پېښه خونړۍ بللې او له خلکو یې غوښتي، چې د موټر چلولو پرمهال احتیاط وکړي. څو ورځې مخکې هم د کابل – کندهار په لاره د دوو خونړیو ترافیکي پېښو له امله سلګونه هېوادوالو ژوند بایللی و. له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې، چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img