جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نن په چین کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه پیلېږي

د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) غونډه نن دوشنبه، د سپټمبر په لومړۍ نېټه د چین په تیانجین کې پيلېږي. په دې سرمشریزه کې د نړۍ له ۲۰ څخه ډېر مشران او د نړیوالو سازمانونو ۱۰ مشران ګډون ولري او په امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې به د څو اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا بحثونه وکړي. د روسیې، هند، پاکستان، قرغزستان، تاجيکستان، ازبيکستان، ترکیې، بیلاروس، منګولیا، کمبوډیا، ویتنام، مالیزیا، نیپال، مصر مشران او د ملګرو ملتونو، آسیان او د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) عمومي منشيان به په دې سرمشریزه کې ګډون ولري. د چین مطبوعاتي مرکز پرون ماښام په یوه راپور کې ویلي، چې دا سرمشریزه به د “تیانجی کې د شانګهای روحیه ساتل” تر شعار لاندې ترسره شي او سیمه‌ییز امنیت، د ترهګرۍ ضد سیمه‌ییز جوړښت د پیاوړتیا له لارې د ترهګرۍ، افراطیت او بیلتون غوښتنې سره مبارزه به یې د بحث مهم موضوعات وي. همدارنګه د سوداګرۍ او سوداګریزو همکاریو زیاتوالی چې د زیربنایي پروژو لکه د چین-قرغزستان-ازبيکستان د ریل پټلۍ، د انرژۍ دهلېزونو پراختیا، او د اقلیم بدلون او نوي‌کېدونکي انرژۍ په اړه ګډ اقدام باندې تمرکز کوي، په بېلابېلو پنلونو کې به هم بحث وشي. کلتوري تبادلې او د زده‌کړې او ګرځندوی پروګرامونو له لارې د خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د سرمشریزې له اهدافو څخه دي، چې چین پرې ټینګار کوي. ویل کېږي په تیانجین کې د ۲۰۲۵ کال د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزه نه یوازې د خپل بې‌ساري پيمانې لپاره (د ۳۰۰۰ ژورنالیستانو او له ۲۰ څخه زیاتو نړیوالو مشرانو په ګډون) د پام وړ ده ، بلکې د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د څو اړخیزم د پیاوړتیا لپاره د ګډې هڅې سمبول بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img