په نورستان کې د کورني تاوتریخوالي له امله یوه زوم خپل خُسر او خواښې په ډزو وژلي دي. دا پېښه تېره ورځ ماښام مهال د دې ولایت د دواب ولسوالۍ اړوند د «شرودمي» په نوم سیمه کې شوې ده. باوري سرچینې ویلي، ياده پېښه د زوم او خپلې مېرمنې ترمنځ کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوه او مېرمن یې د خپل پلار کور ته تللې وه. سرچینه زیاتوي، چې زوم وروسته د خپلې مېرمنې د کورنۍ غړو سره د اختلاف له امله د هغوی کور ته ولاړ او هلته یې خپل خسر او خواښې په ډزو ووژل. سرچینه کاږي، وژل شوي کسان د دواب ولسوالۍ اوسېدونکي او د یو دیني عالم مولوي سعد مور او پلار دي. د سرچینې پر وینا، د پېښې پر مهال مولوي سعد جومات ته د ماښام لمانځه د ادا کولو په نیت روان و. د نورستان سیمهییزو طالب چارواکو په دې اړه هېڅ نه دي ويلي. یاده پېښه داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي کچه په بېسارې ډول لوړه شوې ده. له ټول هېواد څخه رسېدلي راپورونه ښيي، چې بېکاري، اقتصادي فشارونه او له دولتي دندو د ګڼو کسانو ایستل د شخړو او تاوتریخوالي اصلي عوامل بلل کېږي. د بشري حقونو بنسټونه، مدني فعالان او سیمهییز خلک پر طالبانو غږ کوي چې د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اغېزمن تدابیر ونیسي او د عدالت تأمین ته ژمن پاتې شي.



