پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان د افغان شخصیتونو د دوه ورځني پټ کنفرانس تیاری نیسي

ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ په دوشنبې او سه‌شنبې (اګست ۲۵ او ۲۶) په اسلام‌اباد کې یو دوه ورځنی کنفرانس د افغان شخصیتونو په ګډون جوړ شي. د غونډې د تنظیموونکو په وینا، دا غونډه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره پلان شوې او د طالبانو پر ضد نه ده. د پاکستان د ساسی پوهنتون (SASSI University) مشرې ماریه سلطان ویلي، دا غونډه چې د «اسلام‌اباد پروسې» پیل ګڼل کېږي، به د تړلو دروازو تر شا ترسره شي. هغې زیاته کړه، تر اوسه هیڅ افغان سیاسي ګوند یا د طالبانو استازی دې کنفرانس ته نه دی بلل شوی، خو په راتلونکو غونډو کې به یې حضور یقیني وي. ماریه سلطان وايي:« اصلي هدف د سولې او ثبات په اړه بحث کول دي. دا غونډه افغانانو ته زمینه برابروي، چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړي او ګډ دریځ غوره کړي.» مخکې له دې، د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد د دې غونډې د جوړېدو پرېکړه غیرعاقلانه بللې وه. نوموړي ویلي:« افغان وګړي حق لري سیاسي نظرونه ولري، خو د پاکستان ښکاره ملاتړ او د دې غونډې کوربه‌توب د ډېرې غیرعقلانې او قصدي تحرک معنا لري.» همدارنګه د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف خان دراني ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد باید د افغانستان په مسایلو کې جانبداري ونه کړي. هغه زیاته کړې چې خلک باید د دې غونډې له پایلو خبر شي. اسلام‌اباد مخکې هم د افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او جهادي څېرو د غونډو کوربه پاتې شوی دی. خو دا ځل د ښځو د حقونو فعالانې هم ګډون کوي، چې د غونډې اهمیت یې زیات کړی دی.

- Advertisment -spot_img