پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هرات کې سږکال د تېر په پرتله د انګورو حاصلات ډېر شوي

هرات کې د طالبانو د کرنې ریاست مسئولان وایي، سږ کال په دې ولایت کې د انګورو حاصلات، د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي. مسئولان زیاتوي چې سږ کال به په هرات کې د انګورو حاصلات ۱۸۰زره ټنو ته ورسېږي. د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د طالبانو د کرنې د ترویج مدیر بشیر احمد احمدي رسنیو ته ویلي، چې سږ کال په هرات کې پر انګورو سربېره، نور کرنیز محصولات هم ډېر شوي دي. بل لورته بڼوال د باکیفیته انګورو لاسته راوړلو ته هیله‌من دي. د بڼوالو په خبره، سږ کال انګور هېڅ ډول ناروغۍ یا نباتي افت نه دي وهلي. دغه راز د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سږ کال د انګورو تولید زیات ،خو بڼوال یې بازار کمرنګه یادوي. دوی غوښتنه کوي، چې حاکم نظام دې د دوی تازه میوو ته پر وخت د نړیوال بازار غمه وخوري او یا دې په کور دننه پانګوالو ته زمینه برابره کړي څو د ممیزو د پروسس کارخونې جوړې کړي او د دوی د انګورو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.

- Advertisment -spot_img