د پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» راپور ورکړی چې د امو د صادراتو کمښت او د اقلیمي بدلونونو اغېزو د دغه هېواد د امو بڼوال له درنو مالي زیانونو سره مخ کړي او د دې صنعت راتلونکی یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. د راپور له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د اوږدمهاله تړل کېدو له امله د امو صادرات په پام وړ ډول کم شوي دي. افغانستان چې د پاکستان د کرنیزو محصولاتو له مهمو بازارونو څخه دی، سږ کال تر اوسه د پاکستان د امو هېڅ محموله نه ده ترلاسه کړې. «ډان» لیکي چې په ایران کې جګړې هم د سمندري لېږد رالېږد پر لارو اغېز کړی او د بار وړلو د لګښتونو د زیاتېدو له امله د پاکستان د امو صادرات د خلیجي هېوادونو بازارونو ته کم شوي دي. د راپور له مخې، اقلیمي بدلونونه، د تودوخې لوړېدل، نامنظم بارانونه، سخت توپانونه او د بوټو د افتونو زیاتوالی د امو پر کیفیت او حاصلاتو ناوړه اغېز کړی دی. پاکستاني کارپوهان اټکل کوي چې په روان فصل کې د امو حاصلات له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې کم شوي دي.



