د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې له افغان ولس سره به ۶٫۸۷ میلیونه ډالر بشري مرسته وکړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د افغانستان خلک له سخت بشري ناورین سره مخ دي او شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي په دې هېواد کې د کافي خوړو، څښاک اوبو او درملو ته لاسرسی نه لري. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا مرسته اعلانوي، چې د ناروې د کډوالو د شورا رییس وایي د افغانستان اوسنی وضعیت له پخوا هم بحراني شوی او نړیواله ټولنه باید د واټن پر ځای د بشري او پرمختیایي مرستو پر برابرولو کې اقدام وکړي. یان ایګلند په هغه پیغام کې،چې د طالبانو د بیا واکمنېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت خپور کړی، خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په اړه بې پروايي به پراخ ناوړه انساني پایلې ولري. ایګلند له مرستندویه هېوادونو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور بېرته پیل کړي. د هغه پر وینا، د سیاسي استازو ستنېدل کابل ته کولی شي د مستقیمو همکاریو زمینه برابره کړي او د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ په برخه کې به هڅې لا پیاوړې شي. له بلې خوا پرون جمعه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت په خرابېدو دی او میلیونونه کسان په دې هېواد کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د خوړو د نړیوال پروګرام رییسه مري الن زیاته کړې،چې په افغانستان کې، دغه سازمان د افغانانو د لوږې پر وړاندې د مبارزې او د مرستې لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري. هغې ویلي، تر اوسه WFP په افغانستان کې شلو میلیونو تنو ته مرسته رسولې ده، خو د هغې پر وینا شپږ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.



