یوناما په افغانستان کې د بشري حقوقو د وضعیت په اړه خپل تازه رپوټ کې ویلي، طالب چارواکي زده کړو ته دښځو او نجونو د لاسرسي په مخنیوي ، د ښځو د تګ راتګ په محدودولو او په بدني سزاګانو د بشري حقوقو نقض ته دوام ورکړی دی. رپوټ کې راغلي، چې افغانستان کې طالب ډلې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي مخنیوي ته دوام ورکړی او د لېسو د فارغانو او کانکور آزموینو کې یې د ښځو او نجونو ګډون ته هېڅ اشاره نه ده کړې. رپوټ وړاندې په هرات او ارزګان ولایتونو کې د مې او جون میاشتو کې د مثالونو په یادونې سره لیکي، داسې ښکاري، چې واکمن طالبان د حجاب لارښود ته هم د ښځو پابندي څخه څارنه سخته کړې ده. رپوټ وايي په هرات کې ښځې مکلفې شوې، چې چادري واغوندي، دوی مارکیټونو ته له ننوتلو او د عامه ترانسپورټه له استفادې منع شوې او ځینې یې د امر بالمعروف ادارې لخوا ترهغو توقیف شوې وې، چې خپلوانو یې ورته چادري یا څادرونه نه وي راوړي، دغه راز جون میاشت کې د طالبانو محتسبینو په ترینکوټ ښار کې هغه ښځې نیولې وې، چې د چادرۍ پر ځای یې حجاب اغوستی و. رپوټ زیاتوي، چې په مې میاشت کې محتسبینو او پولیسو په غور او هرات ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ تفریح ځایونو ته له ورتګ منع کړي. د یوناما په خبره په داسې حال کې، چې طالبان په عام ډول دا مني، چې اسلام ښځو ته د کسب او کار اجازه ورکړې، خو داسې رپوټونه یې ترلاسه کړي، چې دوی یو شمېر ښځې له کار څخه منع کړي دي. یوناما وايي سره له دې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په خپله ایکس پاڼه کې د ښځو د میراث ، ملکیت او مهر د حقوقو په اړه د یو شمېر قضیو د حل یادونه کړې، خو پوره معلومات نشته، چې یادې ادارې او سترې محکمې دغه قضیې څنګه حل کړي. رپوټ کاږي، طالب چارواکو په عام محضر کې بدني سزا ته ادامه ورکړې او په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې ښځو او نارينه وو ته تعزيري سزاوې ورکړې دي.



