داسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امنیتي کابینې په غونډه کې ویلي، چې اسرائیل به د غزې پوره کنټرول ترلاسه کړي، خو دا سیمه به دایمي نه ساتي.
نوموړي دغه څرګندونې د کابینې له هغو بحثونو وروسته وکړې، چې د غزې د بشپړ نیولو لپاره پلان شوی و. ویل شوي، چې د دې پلان له مخې به تمرکز لومړی د غزې ښار ته وي، او شاوخوا یو میلیون اوسېدونکي به د غزې له شمال څخه جنوب ته انتقال شي.
په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې دا اقدام به «ویجاړوونکي پایلې» ولري او د یرغمل شويو کسانو کورنۍ هم اندېښنه لري، چې دا عملیات به د دوی د عزیزانو ژوند له خطر سره مخ کړي.
اسرائيلي رسنۍ وایي، نتانیاهو باور لري، چې دا یوازینۍ لاره ده څو حماس له منځه یوسي او یرغمل شوي کسان آزاد کړي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د اوربند خبرې ناکامې شوې.
بلخوا، حماس په خپل بیان کې ویلي، چې دا ګامونه د خبرو اترو له مسیره ښکاره انحراف ښيي او دا ثابتوي، چې نتانیاهو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي او یرغمل شوي کسان قرباني کوي.



