چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مودي له اووه کلن ځنډ وروسته چین ته ځي

ټاکل شوې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وروسته له اوو کلونو چین ته سفر وکړي. رویټرز خبري اژانس د یوې کره دولتي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې نریندرا مودي به د روانې اګسټ میاشتې په ۳۱مه د شانګهای همکاریو سازمان په ترسره‌کېدونکې غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ شي. سرچینې لیکلي، د چین تیانجین ښار ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي سفر د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره دی؛ دغه سازمان یوه اوراسیايي امنیتي او سیاسي ډله ده، چې روسیه یې هم غړیتوب لري. د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د مودي د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي. نریندرا مودي وروستی ځل د ۲۰۱۸ کال په جون کې چین ته تللی و. چین ته د مودي سفر په داسې حال کې کېږي، چې له امریکا سره د هند اړیکې د ټرمپ له لوري د هند پر توکو د تعرفو لوړېدو او له روسیې د تېلو پېرلو له امله پر هند د امریکا د لا زیاتو بندیزونو لګولو له ګواښ وروسته په دې وروستیو کې تر ټولو خراب وضعیت کې دي.

- Advertisment -spot_img