د پاکستان حکومت یو ځل بیا د افغان کډوالو د اخراج لړۍ پیل کړه. دغه کډوال وروسته له هغې په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستنېږي، چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د پې او ار کارت لرونکو کډوالو د پاتې کېدو موده تمدید نه کړه. په پاکستان کې څه باندې ۱،۴میلیونه د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال ژوند کوي، چې د کارتونو موده يې د جون په میاشت کې پای ته رسېدلی وه. د پاکستان حکومت د دغو کډوالو د اخراج لړۍ د پیل پریکړه پرون دوشنبې اعلان کړه. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دا پرېکړه غندلې او له پاکستانه يې غوښتي، چې پر یاده پرېکړه له سره غور وکړي. د افغانستان بل ګاونډي ایران هم په دې وروستیو څو میاشتو کې څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته په جبري توګه اخراج کړل.



