د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش ویلي چې د افغانستان خلک بېوزلۍ، بېځایهکېدو او اقلیمي بدلون ځپلي، باید چې په سیمهییزه او نړیواله کچه یې ملاتړ وشي. ګوترېش دا څرګندونې د قزاقستان په پلازمېنه «الماتا» کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامداره پرمختګ د موخو د مرکز په پرانیستغونډه کې کړې دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د افغانستان خلک د بېوزلۍ، اقلیمي بدلون د ګواښوونکو پایلو او د کډوالۍ له امله له سختو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي، نو باید سیمه او نړۍ د افغانستان ملاتړ ته راودانګي. له دې مخکې د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو له افغانستانه پر نړیوال ملاتړ ټینګار کړی و. انتونیو ګوترېش دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو راستنېدل هم په بېسارې توګه زیات شوي دي. د راپورونو له مخې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې یوازې له ایرانه په جبري توګه نږدې یو میلیون افغانان راستانه شوي دي. څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایرانه غوښتي وو، چې د افغانانو له جبري راستنولو لاس واخلي او دا پروسه په داسې شکل تعقیب کړي، چې د کډوالو حقونه په کې خوندي وي.



