چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

تسلا او سامسونګ ستر تړون لاسلیک کړی

د موټر جوړونې امریکايي شرکت تسلا او د سوېلي‌کوریا تخنیکي شرکت سامسونګ الکترونیکس ترمنځ د ۱۶ میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت یو ستر سوداګریز تړون لاسلیک شوی دی. د تړون له مخې، سامسونګ به تسلا ته پرمختللي چپونه تولیدوي، چې د دې شرکت په برېښنايي او له موټرچلوونکي پرته موټرونو کې به وکارول شي. دا چپونه به د 4nm  ټکنالوژۍ پر بنسټ جوړ شي، چې ډېر چټک، اغېزناک او د مصنوعي ځیرکتیا (AI)  لپاره مناسب دي. د سامسونګ یوه ویاند ویلي: «دا تړون د موټرو د صنعت په ډیجیټلي‌کېدو کې یو ستر پرمختګ دی او موږ ویاړو، چې د تسلا لپاره به چپونه تولیدوو. بل‌خوا د تسلا له لوري دا هوکړه د پرمختللي ټکنالوژۍ د ثابتو منابعو د خوندي کولو یوه مهمه برخه بلل شوې ده. کارپوهان وايي، دا تړون به سامسونګ ته دا فرصت ورکړي، چې د تایوان شرکت TSMC سره د چپونو په بازار کې سیالي نوره هم زیاته کړي.  دغه راز تسلا به له دې لارې له چین څخه بهر یو باوري چپ عرضه کوونکی ولري

- Advertisment -spot_img