سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل ته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر راتګ

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه نن کابل ته راغلی دی. د ياد وزارت په خپرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال شيخ کليم الرحمان فاني د ګراندي هرکلي ته د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ورغلی و. فاني ويلي، راستانه شوي کډوال پر بيړنيو مرستو سربېره د سرپنا، تعليم او روغتيا برخو کې خدمتونو ته اړتيا لري، چې دغې چوړتياوو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسئوليت دی. نوموړي هيله څرګنده کړې، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر سفر به د راستنېدونکو کډوالو ادغام او د هغوی لپاره د مرستو په راجلبولو کې مثبت رول ولوبوي. دغه راز ګراندي ويلي، د سفر موخه يې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او ورته د ګډې حل لارې موندلو په موخه د طالبانو له چارواکو او خلکو سره ليدنې دي. یاد وزارت ليکلي، چې ګراندي په ډله ييزه او جبري توګه له ګاونډيو هېوادونو د افغان کډوالو را اېستل يوه ننګونه وبلله او زياته کړې يې ده، چې که څه هم نړيواله ټولنه له مالي بحران سره مخ ده، خو د دوی اداره په خپلو هڅو او مرستو ته د پخوا په څېر دوام ورکوي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ګراندي به په کابل کې له طالب چارواکو سره تر ليدو وروسته هرات ته هم سفر وکړي او هلته به د راستنېدونکو کورنيو وضعيت له نږدې وګوري.

- Advertisment -spot_img