روسي رسنيو راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په مسکو کې د ګازو صادرونکو هېوادونو د غونډې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي. د معلوماتو له مخې پوتین په دې کتنه کې هیله څرګنده کړې چې په منځني ختیځ کې روان تاوتریخوالی کم شي. سرچينې ويلي، دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې په سیمه کې ترینګلتیا لا هم ادامه لري. ځینو هېوادونو ‘له پوځي ملاتړ څخه نیولې تر مستقیمې ښکېلتیا پورې’ د سیمې امنیت او ثبات خورا ټیټې کچې ته رسولی. اوسمهال په جګړه کې د ښکېلو ځینو هېوادونو مشران وارخطا دي، ځکه پخپله پیل کړی کړکېچ یې له کنټرول وتلی ښکاري.
هغه هېوادونه چې د پیلشویو جګړو د پایته رسولو لپاره منځګړیتوب کوي، هغوی یا د خپلې جغرافیې د ساتلو لپاره مجبور شوي او یا ځینې پروژې تعقیبوي.
اوس خبره دا ده چې روان وضعیت به تر کله روان وي؟ پر سعودي عربستان د یمن حوثیانو بریدونه؛ یمن کې د سعودي ایتلاف پوځي عملیات؛ غزه کې د اسرائیلو له لوري ماشوموژنه او نسلوژنه؛ ایران ته د امریکا پرلهپسې ګواښونه او د تهران له لوري په منځني ختیځ کې د جنګي نفوذ پراختیا؛ د روسیې او اوکراین مسئله، او همداراز د افغانستان – پاکستان تاوتریخوالي ته هم اشاره کېدای شي. دا ټولې نندارې د رسنیو تاوده موضوعات دي چې هره ورځ ترې د ملکي مرګژوبلې راپورونه خپرېږي.
تازه د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان او د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین په مسکو کې سره لیدلي. که څه هم د دې لیدنې جزییات نه شریک شوي، خو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دوی دواړو د روان وضعیت، خونړیو جګړو او د امریکا پوځي اقداماتو پر مخنیوي خبرې کړې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې چې پوتین بیا هیلهمن دی چې د سیمې دا خونړی وضعیت به پای ومومي. خو څنګه؟ که دا یوازې دوه هېوادونه یو له بل سره په مستقیمه جګړه کې ښکېل وای، ترمنځ به یې د جوړجاړي هڅې څه ناڅه ګټورې وې، مګر فیالحال خو تر لسو پورې هېوادونه یو پر بل ستر ستر ګوزارونه کوي، او هره ورځ د یو بل د ماتې هڅې کوي. تر ټولو جالبه دا چې حوثیان د یمن هېواد یوازې یو «غورځنګ» ګڼل کېږي، خو اوس یې د لوېدیځ له ملاتړه برخمن سعودي عربستان وارخطا کړی. آیا حوثیان په رښتیا دومره ځواکمن دي چې د کوم بل ځواک له ملاتړ پرته دې په بالیستیک توغندي د سعودي عربستان د دفاع وزارت ودانۍ په نښه کړي!؟
سعودي چارواکي ادعا کوي چې د حوثیانو تر شا د ایران لاس دی، او حوثیان په سیمه کې د ایران د جنګي نفوذ یو مثال دی. خو د ایران حکومت بیا د سعودي عربستان دا څرګندونې ردوي او ټینګار کوي چې دوی له حوثیانو سره هېڅ راز مرستې نه دي کړې، خو د دواړو لوریو ترمنځ منځګړیتوب کولای شي. دلته پوښتنه مطرح کېږي چې ولې د سیمې ټول هېوادونه د حوثیانو پر وړاندې له ریاض څخه ملاتړ اعلانوي او پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه غندي، خو ایران بیا د غندلو پرځای د منځګړیتوب ټټر ډبوي؟
بلخوا په تهران کې د مکې تړون غړو هېوادونو (سعودي عربستان، ترکیه، پاکستان) لوړپوړ چارواکو ناسته وکړه، نږدې څو ساعته پر دې وغږېدل چې څه ډول د سیمې روان کړکېچ حل کړي، خو له راپورونو داسې ښکاري چې دا ناسته به هم کومه ګټوره پایله ونه لري. له دې ښکاري چې په سیمه او منځني ختیځ کې د شته کړکېچ حل د ډيپلوماسۍ له لارې ناممکن برېښي.
په روان وضعیت کې د «منځګړیتوب» هڅې ولې کېږي؟ که یو څوک پخپله تر مرۍ په ستونزو کې غرق وي، خو دوی له پوځي اړخه د ځواکمنو هېوادونو د ستونزو حل هڅې کوي، فکر نه کوئ چې دا به هم کومه پروژه یاد پردې تر شا د کوم پلان تعقیب وي؟
مثلاً پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې له سختې کورنۍ ناامنۍ سره مخ دی؛ اقتصادي وضعیت یې خورا خراب او زرګونه پوځیان یې هر کال د بریدونو او چاودنو له امله وژل کېږي، خو دوی د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب کوي، ولې؟ روسیه او ایران هم همداسې وګڼئ. پوتین له تېرو درېیو کلونو راهیسې ‘د دوی په باور’ په اوکراین کې خپل پوځي عملیات پایته نه شي رسولی، خو نوموړی د نورو له لوري د انسانوژنې د پایته رسولو لپاره پر خپلو هڅو ټینګار کوي؟ په داسې حال کې چې له تېرو درېیو کلونو راپدېخوا د اوکراین جګړې له امله لسګونه زره انسانان وژل شوي، او سلګونه زره نور ټپیان او بېځایه شوي دي.
لنډه داچې په نړیواله کچه هغه جګړې تر ټولو خطرناکې بلل شوې چې ډیپلوماسي او پوځي اقدام پکې هممهاله تعقیبېږي. په دا ډول جګړو کې تر ټولو ډېر زیان ملکي وګړو ته رسېږي، او زړهبوږنوونکې نسلوژنې ثبتېږي. ر – صدای دریا



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)