- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اسرائیلو ټاکنې؛ نتانیاهو له سیاسي بن‌بست سره مخ شو

د اسرائیلو د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د دغه هېواد د حکومت لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د مخالفانو مشر ګادي آیزنکوټ له یو بل سره نږدې سیالي لري او هېڅ یوه لوري د حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت نه دی ترلاسه کړی.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د ټاکنو هېڅ یوه سیاسي ډلې د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه ۶۱ څوکۍ نه دي ګټلې.
د اسرائیلو د ټاکنو مرکزي کمېټې ویلي، چې په ټاکنو کې د رایې ورکوونکو د ګډون کچه ۷۷.۷ سلنې ته رسېدلې، چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.
دا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې د حماس له ناڅاپي برید او ورپسې په غزه، لبنان او ایران کې له جګړو وروسته د اسرائیلو لومړنۍ پارلماني ټاکنې دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان ښايي څو ورځې وخت ونیسي. اوسنی سیاسي بن‌بست د نوي حکومت د جوړولو بهیر له ستونزو سره مخ کولای شي.

- Advertisment -spot_img